وانګ ونبين: د چين او افغانستان د اړيکو پراخولو کې د افغان سفير جاويد احمد قايم هڅې ستايو
CMG2022/01/12 14:36:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ د يوولسمې نېټې په مطبوعاتي غونډه کې د بلومبرګ خبري اژانس خبريال د دې وزارت له ویاند وانګ ون بين پوښتنه وکړه، چې په چين کې د افغانستان د سقوط شوي حکومت سفير له خپلې دندې د استعفا خبر ورکړی دی، چين پدې اړه څه ويل لري او له افغانستان سره د خپلو راتلونکو اړيکو په اړه څه هيلې لري؟

وياند وانګ ون بين د خبريال دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې افغان سفير جاويد احمد قايم له چين وتلی دی. چين د ده اړوندو څرګندونو ته متوجه دی او د چين او افغانستان د اړيکو په پراخولو کې د هغه هڅې ستايي، هيله ده چې هغه په راتلونکي کې پدې برخه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي. وانګ ون بين زیاته کړه، چې چين به له افغانستان سره د اړيکو د پرمختګ لپاره تاپاتې هڅې وکړي.