وانګ يي د خليج د عربي هېوادونو د همکاريو کمېټې له سرمنشي او د بحرين د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
CMG2022/01/12 10:27:50
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغه هېواد د جيانګ سو ولايت په وو شي ښار کې د خليج د عربي هېوادونو د همکاريو کمېټې له سرمنشي سره وکتل او دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د دې کمېټې او چين ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړولو بهير به چټک کړي، د دواړو خواوو ترمنځ څلورمې ستراتېژيکې خبرې به ژرترژره پيل کړي او د راتلونکو دريو کلونو لپاره به د خپلمنځي ستراتېژيکو خبرو پلان جوړ کړي او  د ازادې سوداګرۍ په اړه به خپلمنځي خبرې اترې ژر پای ته ورسوي.

وانګ يي په همدې ورځ په وو شي ښار کې د بحرين د بهرنيو چارو وزير سره هم وکتل.