د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۱مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ، چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمت داوتوګلو او د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان به په جلا جلا توګه د جنورۍ په ۱۲مه او ۱۴م نېټه له چين څخه ليدنه وکړي.
وانګ ون بين وويل، چې وانګ يي به له چين څخه د دوی د ليدنو په ترڅ کې ورسره خبرې اترې او د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه به د نظريو تبادله وکړي.