د ناټو او روسيې د شورا ناسته په بروکسيل کې ترسره شوه
CMG2022/01/13 14:44:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو او روسيې د شورا ناسته د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په بروکسيل کې ترسره شوه. ګډونوالو د روسيې او ناټو ترمنځ د اړیکو او د اروپا د امنیت په شمول د ځينو مسئلو په اړه بحثونه کړي او دواړه خواوې ختيځ ته د ناټو د خپرېدو په اړه ډېر زیات توپيرونه لري. 

د ناټو او روسيې د شورا دغه غونډه له دوه کلن ځنډ وروسته د بندو دروازو تر شا ترسره شوه او څلور ساعته يې دوام وکړ. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروسکو تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، چې دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د اروپايي وضعیت د ترینګلتیا پر عواملو بحثونه وکړل. دغه غونډه یو د بل پر دريځ د نور زيات پوهېدلو لپاره ګټوره وه، په عین وخت کې هم ښکاري، چې دواړه خواوې په ډېرو بنسټيزو موضوعاتو کې د نظريو توپيرونه لري. روسيه به له ناټو سره خبرو اترو ته ادامه ورکړي، خو خبرې اترې باید پر ګډ لوري روانې وي. (هيله)