اتو هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د رايې ورکولو حق له لاسه ورکړ
CMG2022/01/13 15:01:01
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م.م د عمومي اسمبلۍ د رئيس وياند کوبياک د جنورۍ په ‍۱۲مه نېټه وويل، چې اتو هېوادونو په م.م کې د غړيتوب فيس د نه ورکولو له کبله د دې سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د رايې ورکولو حق له لاسه ورکړی دی.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ايران،سوډان، وینزویلا، انټيګوا او باربودا، کانګو، ګیني، پاپوا نیو ګیني، وانواتو هغه هيوادونه دي، چې د ملګرو ملتونو د غړیتوب فیس يې نه دی ورکړی او له رایې ورکولو يې محروم کړي دي.