روغتیا نړیوال سازمان: په افريقا کې له ۸۵ سلنې زیات خلک د کرونا ضد واکسين ته لاسرسی نه لري
CMG2022/01/13 11:14:43
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير تدريس د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې په افريقا کې له ۸۵ سلنې زيات خلک د کرونا ضد واکسین ته لاسرسی نه لري.  د کرونا ضد واکسین د تطبیق پلان له مخې به په راتلونکو څو ورځو کې شاوخوا یو ميلیارډ واکسین بېلا بېلو هېوادونو ته وویشل شي او په دې سره به د واکسین عرضه محدودیت ګام په ګام ليرې شي، خو د روان کال تر نیمايي مخکې د ټولو هېوادونو ۷۰ سلنه خلکو ته واکسین ورکول ډېر ستونزمن ښکاري. 

اوس د ګردې نړۍ په ۹۰ هېوادونو او سيمو کې خلکو ته د کرونا ضد د واکسین ورکولو انډول له ۴۰ سلنې ټيټ دی او په دې جمله کې د ۳۶ هېوادونو او سيمو دغه انډول حتی ۱۰ سلنې ته هم نه دی رسېدلی. روغتیا نړیوال سازمان غواړي، چې د کرونا ضد نور زیات واکسینونه وڅېړي او بيا د توليد اجازه ورکړي او د اوسني واکسین اومه مواد ښايي بدل شي. (هیله)