د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په دوولسمه نېټه د چين د جيانګ سو ولايت په وو شي ښار کې د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير ميلوت چاوشګلو سره وکتل.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د چين او ترکيې حکومتونه به په کلتوري چارو کې يو له بل سره د نظريو تبادلې وکړي.
چاوشګلو ويلي، بېجينګ به په نړۍ کې يوازنی داسې ښار وي، چې پکې د اولمپيک دوبنۍ او ژمنۍ لوبې تر سره کيږي. هغه باور ښودلی، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک لوبې به په برياليتوب ترسره شي.
د ترکيې حکومت په دې اند دی، چې ځيني هېوادونه باید لوبو ته سياسي رنګ ور نه کړي. ترکي لوبغاړي په دغو لوبو کې ګډون ته په تمه دي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغو لوبو کې د ګډون لپاره د ترکي لوبغاړو د راتګ هر کلی وکړ او ويې ويل، چې چين به په دغو سياليو کې د دوی د ګډون لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
دواړو خواوو د قزاقستان د وضعيت په شمول د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.(غاټول)