په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۱۲۱۷۳۴۶۲ ته رسېدلی
CMG2022/01/13 11:37:50
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۲ مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۳۳۹۵۷۸۵ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۳۱۲۱۷۳۴۶۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۷۷۳۵ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۵۰۱۰۰۰ ته رسېدلی دی.

(مينه)