د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په چوکاټ کې به د چين عامه خدمتي لايحه د ټولنيز ضمانت سيسټم بشپړ کړي
CMG2022/01/13 15:10:45
شريکول:

د حکومت اصلي موخه او عمده مسؤليت دا دی، چې خپل خلک خوندي وساتي، هيواد ته پرمختګ ورکړي او په دغو برخو کې هر اړخيزې هڅې وکړي. په مختلفو هېوادونو کې بېلا بېل سياسي نظامونه پلي کېږي، خو د دوی موخه او عمده مسؤليت يو شان دی.

د چين حکومت څو ورځې مخکې د څوارلسم پنځه کلن پلان په چوکاټ کې خپله عامه خدمتي لايحه خپره کړې ده او دا د دغه هيواد د راتلونکي عامه خدمتي سيسټم د پياوړتيا په اړه يو جامع، بنسټيز او لارښوونکی سند دی، چې پکې د استوګنې، ښوونې، طب او روغتيا، روزګار، د زاړو او واړو د پاملرنې او سپورټي او کولتوري چارو په شمول نهو برخو کې پرمختيايي لايحه طرحه شوې ده.  

چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی، که څه هم له تېرې نيمې پيړۍ راپدېخوا يې اقتصاد چټک پرمختګ موندلی، خو لا یې هم د ټولنيز ضمانت سيسټم بشپړ شوی نه دی. چينايان په نوې زمانه کې د هيواد له اقتصادي پرمختګ سره سم لا ښې ښوونې، ثابت روزګار، ډېرو عايداتو، غوره ټولنيز ضمانت او لا لوړې طبي سويې، ښکلي پراخ کور او ډېر په زړه پورې ژوند ته اړتيا لري.

د چين حکومت د خپلو خلکو يادې ټولې غوښتنې په نظر کې نيولي او د همدې لپاره هڅې کوي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د ټولنيز پرمختګ ادارې مشر او شياو لي وايي، چې په چين کې به د عامه خدمتي سويې د لوړتيا تر څنګ خدمتي ساحې هم پراخې شي او ډولونه به يې نور هم زيات شي. په دغې لایحې کې هغه بې بنسټيزه عامه خدمتونه هم شامليږي، چې د ارګانونو، شرکتونو او اشخاصو له لوري پکې پانګونه کيږي. مثلأ، د زاړو او واړو د پاملرنې چارې. د چين د حکومت موخه دا ده، چې خلک په دې برخه کې د مناسبو لګښتونو لپاره له ښو ټولنيزو خدمتونو څخه برخمن شي او حکومت به د ټولنيزو خدمتونو څارنه وکړي او کیفیت به یې تامين  کړي. نوموړي د دغې لايحې د يادونې په وخت کې وويل، چې د چين عامه خدمتي سيسټم پر دوو برخو (بنسټيزه او بې بنسټيزه) ويشل شوی دی. حکومت به د مختلفو خدمتي چارو مسؤليت پر غاړه ولري او ښه رول به ولوبوي.

د اټکل له مخې، په چين کې به تر ۲۰۴۰م کال پورې د هغو زړو کسانو نفوس د هېواد په عمومي نفوس کې شاوخوا شل سلنې ته ورسيږي، چې عمرونه به يې له ۶۵ کلونو څخه زيات وي او د چين ټولنه به د زړو ټولنې زمانې ته ننوځي، نو زړو کسانو ته پاملرنه د چیني ټولنې د پاملرنې مهم ټکی دی.

د چين د ملکي چارو وزارت د زړو کسانو د پاملرنې ادارې مسؤل لي بانګ هوا وايي، چې حکومت به د بې وزليو کسانو، ناروغانو او معيوبينو په شمول د هغو کسانو لپاره چې ستونزې لري، د پاملرنې تاسيسات بشپړ کړي او خدمتي کيفيت به یې ښه او توان به يې تامين کړي. دغه راز، حکومت به په اوسيدونکو سيمو کې د زړو کسانو د پاملرنې خدمتي شبکه هم بشپړه کړي، په کليوالو سيمو کې به د ګاونډيو ترمنځ يو د بل د مرستې پر بنسټ د زړو د پاملرنې تاسيسات او سيسټم جوړ کړي او د زړو د پاملرنې په چارو کې به خلک پانګونې ته وهڅوي.

د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې د چين حکومت به د دغې لايحې له مخې د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې ۲۱۹ زره ښاري زړې اوسيدونکې سيمې ورغوي او په ۴۰ ښارونو کې به ۶ ميليونه او ۵ سوه زره نوي کورونه جوړ کړي، چې په دې مناسبت به د ۱۳ ميليونو ښاريانو پر وړاندې د استوګنې ستونزې ليرې شي.

د معلوماتو له مخې، چين له ۱۹۵۳م کال څخه د پنځه کلن پلان پر طرحه کولو پيل کړی دی. د چين پنځه کلن پلانونه په مختلفو وختونو کې د دغه هېواد د ټولنې د هراړخيز پرمختګ د لارښوونې اساسي او عمومي لايحې دي. روان ۲۰۲۲م کال د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو دوهم کال دی.