د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د پارلمان د ملي امنيت او ډيپلوماتيکو تګلارو د کميټې رئيس واحد جلالزاد د جنورۍ په ۱۲مه نېټه وويل، چې ايران په اټومي خبرو کې د دې هېواد د ګټو د ساتلو په موخه يو دايمي تړون غواړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ور کړی، چې واحد جلالزاد په همدې ورځ له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې ايران لنډمهاله اټومي تړون نه، بلکې دايمي غواړي، خو اړوندو خواوو تر اوسه د ایران دغه غوښتنه نه ده منلې او نه يې هم رد کړې ده.
(غاټول)