چین: امريکا بايد په نړۍ کې خپل پټ زندانونه وتړي
CMG2022/01/13 15:15:08
شريکول:

د جنورۍ يوولسمه نېټه د ګوانټانامو زندان د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابره وه.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د ګوانټانامو زندان د نړۍ د بشري حقونو په تاريخ کې يو تور داغ دی او امريکا بايد نه يوازې ګوانټانامو زندان، بلکې نړۍ کې خپل ټول پټ زندانونه هم وټړي.

د م.م د بشري حقونو شورا يوې کاري ډلې د جنورۍ په لسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا دغه کړنه وغندله، چې له ياد زندان څخه يې پر بشري حقونو د تېري لپاره کار اخيستی دی. د امريکا دغه کړنې يې د منلو وړ نه دي بللي، چې پرته له محاکمې يې شکمن کسان نيولي، بنديان شکنجه کړي يې دي.

 نوموړي زياته کړې، چې ګوانټانامو يو داسې زندان دی، چې امريکا پکې مسلمانان ساتي. په تېرو شلو کلونو کې امريکا په دغه زندان کې بنديان شکنجه کړي، چې همدغه خبرونه کله  کله په ورځپاڼو کې هم خپريږي او په نړيوالې ټولنې کې يې سخت غبرګونونه راپارولي دي. امريکا څو څو ځلې ژمنه کړې، چې دغه زندان به وتړي، خو تر اوسه يې ۳۹ بنديان لا هم پکې ساتلي دي.

(غاټول)