په ۲۰۲۱م کال کې امريکا کې د کاربن ايستلو اندازه بيا لوړه وه
CMG2022/01/13 14:34:36
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په یوه خبري ناسته کې  په ۲۰۲۱م کال کې امريکا کې د کاربن ايستلو اندازې د زياتېدو په اړه وويل، چې امريکا د پرمختللي هېواد او د شنو خونو ګازونو د ايستلو لوی هېواد په توګه، بايد د نورو هېوادونو چارو ته دومره پاملرنه و نه کړي، بلکې د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره دې اغېزمن تدبيرونه ونيسي. 

د امريکې د رهودیوم ګروپ د یو راپور په خپرولو سره ويلي، چې تېر کال په امريکا کې د شنو خونو ګازونو د ايستلو اندازه د وړم کال په نسبت 6.2 سلنه زیاتوالی ښيي، او مهم لامل يې دا ښودلی، چې په امريکا کې د سکرو برېښنا توليدي انډول ۱۷ سلنه زیات شوی دی. خبري رسنۍ وايي، چې د امريکا دغه عمل له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره د ۲۰۲۵م او ۲۰۳۰م کال له موخو څخه څرګنده سرغړونه ده. (هيله)