چين: د شينجيانګ مسئلې په تړاو هره دسيسه به ناکاميږي
CMG2022/01/13 15:19:21
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي وياند  د جنورۍ په ۱۲مه نېټه وويل، د اويغور ځانګړې محکمه يوه داسې سياسي وسيله ده، چې د امريکايي او غربي چين ضد ځواکونو تر ملاتړ لاندې د چين ضد د بېلتون غوښتونکي سازمان يعنې د اويغور نړيوال کانګرېس له خوا جوړه شوې او تل یې د چين پرضد له ځينو عناصرو سره دروغ ويلي دي.

 دا تش په نوم محکمه نه کومه قانوني وړتيا لري او نه هم کوم اعتبار، خو په ښکاره ډول دروغجنو کسانو ته پيسې ورکوي او محکمې ته يې د دوی د جعلي ثبوتونو د وړاندې کولو هڅې کړې دي.

د دغې محکمې تش په نوم قضاوت يوازې د چين ضد ځواکونو سياسي ډرامه ده او قانون او حقيقتونو ته سپکاوی دی. دغه ډرامه له م.م سره تړاو نه لري او خامخا به د م.م او د دې سازمان د غړو هېوادونو له مخالفت سره مخ شي.

(غاټول)