د چين د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ۱۲ مه نېټه يوه شمېره خپره کړې چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د چين د مصرفي توکو بيې په مناسب مدار کې ښودل شوي او د سي پي ايي ګراف يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۹ سلنه زيات ښودل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې د چين سي پي ايي ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۵ سلنه زيات و چې د زياتوالي انډول يې د نومبر په پرتله ۰.۸ سلنه ټيټوالی ښيي.
(مينه)