چين او فرانسه به د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۲مې ستراتيژيکې خبرې اترې وکړي
CMG2022/01/13 14:58:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې د چين د دولتي شورا د غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه به د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو سلاکار ايمانويل بوني د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه له چین څخه ليدنه وکړي او د چين او فرانسې ترمنځ په ۲۲مې ستراتيژيکو خبرو اترو کې به ګډون وکړي.

نوموړي وويل، چې د چين مشران به د ده د سفر په موده کې ور سره ويډيويي کتنه وکړي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به ور سره په يادو خبرو اترو کې ګډون ولري.

 دواړه خواوې به په سياسي چارو کې د دواړو هېوادونو د متقابل باور، په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزو همکاريو، د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ، د څو اړخيزتوب د ساتلو او پلي کولو او د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړي.(غاټول)