په چين کې ۳۰۰ ميليونو کسانو د يخ او واورو لوبو کې ګډون کړی
CMG2022/01/13 15:26:07
شريکول:

د چين د دولتي‌ شورا مطبوعاتي‌ دفتر د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه. په دې ناسته کې د بېجينګ د اولمپیک ژمنيو لوبو تشکيلاتي‌ کميټې د عمومي‌ طرحې د چارو مشر لي‌ سن وويل، د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کولو يوه عمده موخه دا ده،‌ چې په چين کې د يخ او واورو سپورټونو ته پرمختګ ورکړل شي.

د چين يخ او واورو لوبو د اولمپيک ژمنيو لوبو د څو کلن چمتوالي په درشل کې چټک پرمختګ موندلی او څه باندې ۳۴۶ ميليونو وګړيو د واورو په لوبو کې ګډون کړی دی.

چين د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې د يخ ۶۵۴ لوبغالي او د سکي‌  ۸۰۳ لوبغالي جوړ کړي او خپلې لويې موخې ته رسېدلی دی. د چين د یخ او واورو لوبو کې ۳۰۰ ميليونو خلکو ګډون کړی دی.