افغان ليکوال او خبريال: هيله ده چې په نوي کال کې د چين خلک او مشرتابه له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي
CMG2022/01/13 16:40:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د نوي کال په مناسبت یوه مهمه وینا وکړه او پکې يې د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د نړيوالو ستونزو د لېرې کولو، له نورو هېوادونو سره د مرستو،همکاريو او د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو په شمول دځينو نورو موضوعاتو څخه يادونه وکړه.د بهرنيو هېوادونو ګڼ شميرعالمانوشمېرعالمانواو کارپوهانو د ده د خبرو ستاينه کړيکړېاودغه خبرې يې دتود هرکلیهرکليسره مخ شوي دي.د يادې وينا په هکله افغان عالم او ليکوال هلال اوبندوال په دې تړاو د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره مرکه کړيکړېاو ويې ويل چې دچين دنامتو مشر(شي جين پينګ) تر رهبرۍ لاندې د پرمختللو او مترقي هېوادونو په لړ کې راوستلو لپاره نه ستړیستړيکېدونکې هلې ځلې کړي او ډېرې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. که چين په نوینويکال کې له افغانانو سره د مرستو لړۍ ته ادامه ورکړي، دا به د افغانستان او سيمې لپاره ګټوره وي.

دا حقيقت دی، چې افغانستان له څلوېښتو کلونو راهيسې له ډېرو ستونزو او کړکيچونو سره لاس او ګريوان دی. واک ته د طالبانو له رسيدورسېدوراهيسې پنځه مياشتې تېرې شوي دي. که څه هم اوس په دې هېواد کې امن راغلی، خو پر افغانستان د امريکا د پولي بنديزونو له کبله افغانان لاهم دلهډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زياتره يييېد بې وزلۍ په حال کې ژوند کوي. رښتيا ده چې د بې وزلۍ له منځه وړل د ډېرو هېوادونو پر وړاندې ګډه مسئله ده. چین په ۲۰۲۰ کال کې له مطلق غربت څخه وتلی او په دې برخه کې ډېرې ګټورې تجربې لري، نو توانيدلی شي چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي اوخپلې تجروبې ورسره شريکې کړي. په دې اړه ښاغلي هلال وويل، چې چين په نړۍ کې يو داسې هېواد دی چې د بې وزلو هېوادونو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره يې اوچټاوچتګامونه اخيستي، همدارنګه د بې وزلو هېوادونو د پرمختګ او مترقي هېوادونو په لړ کې راوستلو لپاره يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي. اوس افغانستان له يوې خوا د کرونا له وبا سره مخ شوی او له بلې خوا د امريکا له خوا د پيل شوو جګړو له امله څو مليونه وګړي د لوږې او قحطۍ سره لاس او ګريوان دي. افغانان په جګړو کې ډېر زيانمن شوي او تعليمي سطحه يې هم ښکته شوې ده، چې حتی په کلیو او بانډو کې د ښوونې او روزنې ډيوه مړه شوې ده. که په داسې ناوړه حالاتو کې چين  له افغان ملت سره مرسته وکړي، نو دا به د افغانانو په تاريخ کې نه هيرېدونکی لاسنيوی او مرسته وي، او په دې سره به د افغانانو او چيني ولسونو ترمنځ د دوستۍ اړيکې  نورې هم ټينګې شي.

نوی کال پيل شوی، ښاغلي هلال باور وښود چې په نوینويکال کې که دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او چين په ځينو مهمو برخو کې له افغانستان سره مرستې او پانګه اچونه زياته کړي، نو اوسنۍ اقتصادي ستونزې به لېرې شي او دوه اړخيزې اړيکې به هم نوینويپړاو ته ورسيږيداخلې شي.هغه وويل چې په نوي کال کې د کار او زراعت پروسه پيل شوې،نو زما په اند که چین له افغانستان سره په دوو برخو کې مرسته وکړي، دا به ډېر ګټور وي. لومړی دا چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی، خو په تېرو څو لسيزو کې د امریکا له خوا د پيل شوې جګړې له امله ۹۰ سلنه زراعت زيانمن شوی، نو که چين په دې برخه کې زمونږ له هېواد سره مرسته وکړي، دا به ډېره ګتوره تمامه شي. دويم دا چې افغانستان ډېر زيات معادن لري، که چيرېچېرېچيني شرکتونه د کانونو د راويستنې په برخه کې پانګه اچونه وکړي، دا به افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي، ځکه چې اوس په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک له بې کارۍ سره مخ دي.،نو په دې برخه کې به د بهرنیو هېوادونو په تېره بيا د چين پانګونې زمونږ د هېواد لپاره ډېرې مهمې وي. افغانستان د نورو هېوادونو مرستو او پانګونې ته اړتيا لري.

رښتیا ده چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران پر وړاندې په تېرو څو مياشتو کې چين تل د خپل توان په اندازه له افغانستان سره مرستې کړېکړياو په راتلونکې کې به خامخا خپلې مرستې زياتې کړي.ښاغلي هلال په دې هکله ويلي، چې د چین له ملت او په ځانګړیځانګړيډول د چين له کمونېست ګوند څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې په ستونزمنو حالاتو کې له افغان وګړو سره مرسته او لاسنیوی کوي. افغانان د چين لازياتو مرستو ته سترګې په لاره دي او هيله ده، چې د چين خلک او مشرتابه به يې په دوامداره توګه د دوست او ښه ګاونډي په توګه له افغانستان سره د مرستې لاس وروغځوي تر څو موهيواد له ستونزو څخه را ووځي.