د قزاقستان نوي حکومت لوړه وکړه
CMG2022/01/13 14:50:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان نوي حکومت د جنورۍ په ۱۲مه نېټه لوړه وکړه. نوي صدراعظم علي خان سپیلوف ويلي، چې حکومت به يې د اقتصاد بیااحیا او د خلکو د ژوند سويې لوړوالوش ته لومړيتوب ورکړي. 

خبر وايي، چې د قزاقستان نوي حکومت خپله لومړۍ غونډه په همدې ورځ ترسره کړې ده. علي خان سپیلوف پر دې ټينګار وکړ، چې د نوي حکومت عمده کارونه د ولسمشر توکایف تر لارښوونې لاندې د وګړیو د ژوند سويې لوړول، د اقتصادي ابادۍ تمایل ساتل، له کرونا وبا سره مقابله کول، زیانمنو ته جبران ورکول او د بحران له سیوري څخه د هېواد ايستل دي. (هيله)