د چين د ګمراکاتو عمومي ادارې وياند لي کوی ون د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې د دغه هېواد د ۲۰۲۱م کال د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه معلومات ورکړل.
د نوموړي په وينا، په ۲۰۲۱م کال کې د چين د مالونو صادراتي ارزښت ۲۱۷۳۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ٪۲۱.۲ زیاتوالی ښيي. په همدې موده کې د مالونو وارداتي ارزښت ۱۷۳۷۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله ٪ ۲۱.۵ زياتوالی ښيي.
چين په ۲۰۲۱م کال کې د خپلو صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۶۰۵۰ ميليارډه امريکايي ډالره ښودلی دی او دا لومړی ځل دی، چې د چين د توکو ياد ارزښت له ۶۰۰۰ ميليارډو ډالرو اوښتی دی.