د چين د کمونېستګ ګوند غښتلې لار
CMG2022/01/14 16:01:09
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي ډيسپلين کمېټې شپږمه عمومي غونډه به د جنورۍ په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي. دغه غونډه د چين د کمونېست ګوند د ډيسپلين او څار په مهمو چارو پورېه تړاو لري او د پاملرنې وړ بلل کيږي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ويلي، چې د ځان سمون او اصلاح زړه ورتوب د نورو سیاسي ګوندونو په پرتله د دغه ګوند د پېژندلو څرګند سمبول دی. دغه ګوند له ډېرو ستونزو او ننګونو څخه تېر شوی اوحياتي ځواک يې  تلپاتې زورور ښکاري، ځکه دغه ګوند پر جدي تنظيم او ادارې ټينګار کړی دی.

د شمېرنې له مخې، د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانکرس له جوړېدو راهيسې د چين د ډيسپيلن او څار ادارو د ۳ ميلیونو او ۸۰۵ زرو قضيو سپيناوی کړی او د دغه ګوند د مرکزي کميټې د مهمو ارګانونو د ۴۵۳ چارواکو په شمول د ګوند ۴ ميليونو او ۸۹ زرو غړو ته يې سزاوې ورکړې دي. د چين حکومت له ۲۰۱۵م کال راهيسې له ۱۲۰ بهرنيو هېوادونو او سيمو څخه پر فساد ککړ پېښو  ۹۱۰۰ تښتېدلي مجرمين بېرته هېواد ته راوستلي او له ۲۱ ميليارډو يوانو زيات اختلاس کېدوونکې پيسې يې ترې اخيستې دي.