د روسي ولسمشر مطبوعاتي سکريتر: روسيه او لويديځه خوا په امنيتي مسئله کې سخت توپيرونه لري
CMG2022/01/14 10:47:11
شريکول:

سين هوا اژانس د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د روسي ولسمشر د مطبوعاتي سکريتر ديميتري پېسکوف په قول خبر ورکړ چې د روسيې، امريکا او ناټو ترمنځ د امنيتي مسئلې په اړه وروستی ډيالوګ ناکام شو او لامل يې دا ښودلی چې مختلفې خواوې په ځينو بنسټيزو موضوعاتو کې سخت توپيرونه لري. 

د روسيې تاس اژانس د خبر له مخې، پېسکوف په همدې ورځ رسنيو ته ويلي چې ياد دوه پړاوونه امنيتي ډيالوګونه د ځينو خاصو مسئلو د حل لپاره جوړ شوي وو. هغه زياته کړې چې روسيه تل مذاکراتو او ډيالوګ ته د دوام ورکولو سياسي اراده له ځان سره لري او د يوې ښې پايلې د لاسته راوړلو لپاره به خبرې اترې وکړي. 

( سپوږمۍ)