وانګ چي شان د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار سره وکتل
CMG2022/01/14 10:38:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د جنورۍ په ١٣مه نېټه په بېجينګ کې د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ایمانویل بون سره په يوه ويډيويي غونډه کې وويل، چې فرانسې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د اروپايي ټولنې د نوبتي رياست دنده پر غاړه اخيستې او چين هيله من دی، چې فرانسه د اروپايي ټولنې چارې ښې پرمخ يوسي، د چين په اړه ښه او کره مالومات ترلاسه کړي او په خپلواکه توګه ورسره اړيکې ټينګې او همکارۍ ورسره وکړي او د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو پرمختګ ته مثبته نښه ورکړي.

ایمانویل بون په خپلو خبرو کې وويل، چې فرانسه د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ وساتي او ستراتيژيکې تبادلې ورسره پياوړې کړي او د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي.