د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو ډلې د ګوانټانامو زندان نه تړل وغندل
CMG2022/01/14 14:54:18
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانو خپلواکې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ګوانټانامو زندان چې په نړۍ کې له بنديانو سره د ناوړه چلند او شکنجې له امله مشهور دی، د جوړېدو يې شل کاله پوره کيږي، خو امریکا لاهم دغه زندان نه دی تړلی.

اعلاميې امريکا ياده کړنه د امريکايي حکومت د قانوني سيستم يو چټل ټکی بللی او زياته کړې يې ده، چې په دغه زندان کې له بنديانو سره ناوړه چلند د هر حکومت لپاره د منلو وړ نه دی، امريکا بايد دغه زندان وتړي او په دې زندان کې ځورل شوو بنديانو، همدارنګه په کورکورانه توګه توقيف شوو کسانو ته دې تاوان او اړوندو کارکوونکو ته دې قانوني سزاوې ورکړي.