د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې خبري رسنیو ته د چين او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ملاقات په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل، چې دواړو وزيرانو د شينجيانګ پر موضوع هم خبرې کړې دي.
وانګ ون بين وويل، د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر دې ټينګار کړی، چې د شينجيانګ موضوع په حقيقت کې د ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو پرضد د مبارزې موضوع ده او د چين حکومت د دې سيمې د امنيت، ارامۍ او ثبات د ساتلو مسئوليت لري.
نوموړي زياته کړه، چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو ويلي، چې ترکيه د يو چين پېژندنې اصل مراعتوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په ترکيه کې د چين ضد ترهګريز فعاليتونه تر سره کړي او د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ته زیان ورسوي.