په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د ۱۱۰۰ ميليارډو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګونه شوې
CMG2022/01/14 10:42:41
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۱۳مه نېټه یو لړ شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د ۱۱۴۹ ميليارډو او ۳۶۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګونه شوې، چې دغه رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱۴ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.

 چين د لوړې ټېکنالوژۍ او خدماتي صنعت په برخو کې د بهرنۍ پانګې راجلبولو کې ګړندۍ وده موندلې او د لوړې ټېکنالوژۍ صنعتي چارو کې يې د بهرنيو پانګو حقیقي کارول د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱۷ اعشاریه ۱ سلنه زياتوالی ښيي او د خدماتو صنعت کې يې د بهرنيو پانګو د واقعي کارونې انډول بيا ۹۰۶ ميلیارډو او ۴۹۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱۶ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.