بريتانيې د امريکا تر فشار لاندې د هواوې د 5Gتوليداتو کارېدل منع کړي
CMG2022/01/14 14:57:22
شريکول:

د بريتانيې د سوداګرۍ پخواني وزير ويلي، چې د دغه هېواد استخباراتي او امنيتي ادارو څو څو ځلې ډاډ ورکړی، چې د چين د هواوې کمپنۍ د توليداتو او مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کارول به د دغه هېواد ملي امنيت ته هيڅ زیان ونه رسوي، که څه هم د بريتانيې حکومت د دې کمپنۍ د 5G توليداتو او مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کارول منع کړي، خو دغه پرېکړه يې د ملي امنيت د ساتلو لپاره نه، بلکې د امريکا د فشار له کبله يې کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل، چې د بريټانيا د دغه پخواني چارواکي خبرو یوځل بيا ثابته کړې، چې د ملي امنيت ساتل او د  5G تخنيکونو د خطرونو مخه نيول يوازې د امريکا بهانې دي او اصلي هدف يې د چين د عصري تکنالوژۍ د تصديو مخه نيول دي. د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د امريکا د جبري ډيپلوماسۍ شاهدان ليدل کيږي.