د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د خارجه وزارت وياند عاصم افتخار احمد د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې څرګنده کړې چې د چيني مشر لخوا د نړيوال پرمختګ وړاندیز د کرونا وبا ضد مبارزې ا اقليمي بدلون په شمول له يو لړ نړيوالو ننګونو سره د انسانانو د ګډې مقابلې او نړيوالې همکارۍ لپاره ګټور دی.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې رسنيو ته وويل چې پاکستان د نړيوال پرمختګ د وړانديز هرکلی او ملاتړ يې کوي.
( سپوږمۍ)