جاپاني پروفیسور : د شينجيانګ په اړه د لويديځو خبري رسنيو تبليغات بې بنسټه دي
CMG2022/01/15 10:49:13
شريکول:

د جاپان د کيو پوهنتون (Keio University)  پروفیسور هيروشي اونيشي (Hiroshi Onishi) د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په انلاين ډول د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې په مطبوعاتي غونډه کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې د لويديځو خبري رسنيو له خوا خپره شوې د شينجيانګ د تش په نوم جبري کارونو مسئله بې بنسټه ده. نوموړي زياته کړې، چې د امريکايي او لويديځو خبري رسنيو تبليغات د قومونو ترمنځ د  نفاق او شخړو سبب ګرځيدلي دي.

نوموړي ويلي، چې په شينجيانګ کې د پنبو د راټولولو په چارو کې د ماشينونو د استعمال کچه ډېره لوړه ده او د جبري کارونو هغه وضعيت شتون نلري، چې د بي بي سي په شمول د لويديځو خبري رسنيو په خبرونو کې انځور شوی دی.    

نوموړي څو ځلې له شينجيانګ څخه ليدنې کړي او (( د چين د ملي لږکيو پرمختګ او اقتصادي توپيرونه )) راپور يې خپور کړی.