د کابل په هوايي ډګر کې ۵ میاشتي مخکي پرېښودل شوی ماشوم له خپل کورنۍ سره یو ځای شو
CMG2022/01/15 16:44:54
شريکول:

امريکايي ځواکونه تېر کال د اګست په مياشت کې له افغانستان څخه په ډېرې بيړې سره ووتل. په هغه وخت کې د افغانستان يوې جوړې له خپل وطن څخه د وتلو په وخت کې د کابل په هوايي ډګر کې د ډېرې ګډوډۍ په اړه ډېره سخته انديښنه درلوده او له وېرې يې خپل دوه مياشتنی ماشوم له پنجرې بلې خوا ولاړ امريکايي سرتيري ته ورکړی و او له هغه وخت وروسته دغه ماشوم ورک شو. په دې وروستيو ورځو کې دا خبر ثبت شوی، چې دغه ماشوم د امريکايي پوځ لخوا د کابل په هوايي ډګر کې پريښودل شوی. له نيکمرغه دغه ماشوم په کابل کې د موټر چلوونکي حميد صافي لاس ته ورغلی او خپل کور ته يې وړی و او د ماشوم ښه پالنه يې کړې . اوس دغه ماشوم له خپل کورنۍ سره یو ځای شو. د دغه ماشوم نيکه ویلي، چې دغه پيښي د دوو کورنیو احساسات زيانمن کړی.