د پاکستان ولسمشر: ځوانان دې په فعال ډول د بېجينګ اولمپیک ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي
CMG2022/01/15 14:37:30
شريکول:

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د جنورۍ په ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له چيني رسنيو سره ګډه مرکه وکړه.  چیني رسنيو هغه ته د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د اولمپیک ژمنيو لوبو د بخت نښه" بينګ ديون ديون" ورکړه. هغه د دې  نښې د ښکلي شکل ډېره ستاینه وکړه. علوي دغه راز د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب په اړه د چين د حکومت او خلکو د هڅو ستاينه وکړه. هغه پر ځوانو ورزشکارانو غږ وکړ، چې د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي وويل،  زه فکر کوم، چې دا به د چين د حکومت او خلکو لپاره يو غير معمولي کار وي، چې د وبا په وړاندې د اولمپيک ژمنيو لوبو تر سره کړي. زه ځوانان هڅوم، چې په فعاله توګه د بېجينګ په اولمپیک ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي. علوي زیاته کړه، چې هغه ځوانان چې په دغو سياليو کې يې ګډون کړی، خپل يادونه به بېرته خپل هېواد ته راوړي. زه بايد د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب لپاره د چين د حکومت او خلکو د هڅو ستاينه وکړم. دا (بينګ ديون ديون) يوه ډېره په زړه پورې بختوره نښه ده!