د چين ميډيا ګروپ په شمالي امريکا کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ترويج فعاليت تر سره کړ
CMG2022/01/15 17:22:00
شريکول:

 

 د جنورۍ پر لسمه نېټه، د چين ميډيا ګروپ د امريکا د پلازمېنې واشنګټن په سټيډيم کې د اولمپيک ژمنيو لوبو ته ښه راغلاست او په ګډه راتلونکي ته حرکت وکړو تر عنوان لاندې مطبوعاتي فعالیت تر سره کړ چې د انلاين او آفلاين له لارې یې امريکايانو ته د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې معرفي کړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتو مرستيال وزير او د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او په امريکا کې د چين سفير چين ګانګ په جلا جلا توګه د ويډيوګانو له لارې امريکايانو ته د اولمپيک ژمنيو لوبو بلنه ورکړه او د چين د پړانګ کال مبارکي یې وویله. په هغه شپه، د امريکا د پلازمینې واشنګټن سټیډیم تقریبا ډک و او په لسګونو زره نندارچیانو په خوشالۍ سره سټیډیم ته راغلي  وه. زياتو نندارچيانو د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته خپلې نيکې هيلې ولېږلې. تر نوموړي فعاليت وروسته به په  آنلاین ډول زيات شمېر نور فعاليتونه هم تر سره شي، ترڅو د بهرنیو ټولنیزو رسنيو له لارې امریکايانو ته د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې لا ښه معرفي کړي.