د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مرستيال رئيس: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو چمتوالی عالي روان دي
CMG2022/01/15 17:15:46
شريکول:

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مرستيال رئيس او د استراليا د المپيک کمېټې رئيس جون کواټس به د جنورۍ په پای کې بېجينګ ته راشي. هغه د چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره په مرکه کې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د چمتوالی له کارونو څخه لوړه ستاينه وکړه. نوموړي ويلي چې دغه لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.

هغه وويل، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو مرکز د بېلا بېلو لوبو لپاره عالي جمنازيم چمتوالی نیولي او د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول کارونه یې هم بشپړ کړی دي.

باید وویل شي  د دغو لوبو د ښه تر سره کولو له پاره د چمتوالي ټولي چاري په عالي ډول پرمخ رواني دي.