په ملګرو ملتونو کې د چين استازی: چين د پرمختيايي هېوادونو د صميمي او د باور وړ همکار دی
CMG2022/01/15 16:02:32
شريکول:

د ۷۷ هېوادونو ګروپ د رئيسه هېواد د دندې د سپارلو مراسم د جنورۍ پر ۱۴ مه نېټه په انلاين ډول تر سره شول. د دغه ګروپ د ۲۰۲۱م کال رئيسه هېواد پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي، د ۲۰۲۲ م کال رئيس هېواد ګينې د بهرنيو چارو وزير، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټريس او د ملګرو ملتونو د ۷۶ مې اسامبلۍ رئيس عبدالله شهيد په ياده غونډه کې ويناوې وکړل. د ۷۷ هېوادونو ګروپ د غړو هېوادونو استازو په انلاين ډول په دغه غونډه کې ګډون وکړل. په ملګرو ملتونو کې د چين استازی جانګ جون هم په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

جانګ جون په خپلو خبرو کې د ۲۰۲۱م کال لپاره د دې ګروپ د رئيسه هېواد په توګه د ګينی له خدمتونو څخه مننه وکړه او د۲۰۲۲ م کال لپاره د دې ګروپ رئيسه هېواد پاکستان ته يې مبارکۍ وويله.

نوموړي زياته کړه چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا څو څو ځلې خپریدو د نړۍ اقتصادي سمسورتيا له ستونزو سره مخامخ کړې ده. اوسمهال چين او د ۷۷ هېوادونو ډله بايد په ګډ پرمختګ وکړي.