د چين د بهرنیو چارو وزارت: نړۍ له چین څخه تمه لري او چین چمتو دی
CMG2022/01/15 14:39:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د يوې نوبتي مطبوعاتي غونډې مشري وکړه. د شمالي امريکا پر وخت د جنورۍ په ۱۰مه نېټه CGTN تلویزون د امریکا د پلازمېنې واشنګټن په یوه سټيډيوم کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ترويج فعاليت تر سره کړ، چې يوه بې سارې پېښه وه. په امريکا کې د چين سفير چين ګانګ په يوه ويډيويي وينا کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو حالات معرفي کړل او د چين او امريکا د يخ هاکي ټيمونو ته يې هيله وکړه، چې په ګډه يوه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړي. د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شیونګ هم د يوې ويډيو له لارې امريکايانو ته د اولمپيک ژمنيو لوبو بلنه ورکړه. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره زيات شمېر امريکايانو خپلې هيلې څرګندې کړې دي.  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې ما د دې فعاليت ويډيو هم کتلې ده، چې د چين له دوديزو عناصرو او د اولمپيک ژمنيو لوبو له فضا څخه ډکه ده او امريکايي نندارچيانو هم په ډېره لیوالتیا سره  غبرګون ښودلی دی. د نوموړي فعاليت برياليتوب ښيي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په ټوله نړۍ کې د ورزشکارانو او د يخ او واورو د سپورټ د مينه والو لپاره يوه لويه پېښه ده او دا د امريکايانو او نړيوالې ټولنې ګډې هيلې هم څرګندوي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته په ليوالتيا سره په تمه دي. وانګ ون بين وويل، چې نړۍ چين ته سترګې په لار ده او چين چمتو دی. د یادولو وړ ده، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو بېلا بېل مقدماتي کارونه په اساسي توګه بشپړ شوي دي.