د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه یو راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ۲۰۲۱ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت ۶۰۵۰ ميليارډ ډالرو ته رسېدلی او نوی ريکارډ یې جوړ کړی دی. په دې توګه چین د تجارت په برخه کې د لومړي لوی هېواد په توګه خپل مقام نور هم لوړ کړی دی.
چين د کرونا وبا د کنټرول او د اقتصادي پرمختګ په چارو کې په ټوله نړۍ کې مخکښ هېواد بلل کیږي او د توليدولو او مصرفولو وړتياوې یې د بهرني تجارت د زياتوالي لپاره ټينګ اساس جوړوي. په تېرو دوو کلونو کې د چين اقتصاد په اغېزمنه توګه د کرونا وبا فشارونه لېرې کړي او لا پياوړی شوی دی، چې په اوږد مهال کې د لا ښه پرمختګ لپاره یې بنسټونه نه دي بدل شوي.
په ورته وخت کې نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو په حال کې دی او بهرنۍ اړتياوې په پر له پسې ډول زياتې شوي، چې د چين د بهرني تجارت د لوړتيا لپاره ډېر مهم ګام دی.د چين د بهرني تجارت مقام په ټوله نړۍ کې د توليدولو او برابرولو په چارو کې څرګند رول لري. په ۲۰۲۱ کال کې د چين او عمده تجارتي همکارانو تر منځ د وارداتو او صادراتو ارزښت په ثابت ډول زيات شوی دی. په دې ترڅ کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۲۳اعشاريه ۶سلنه زيات شوی دی.