امريکا بايد په افغانستان کې له خپلو تېروتنو درس واخلي
CMG2022/01/15 14:23:54
شريکول:

د افغانستان د عامو وګړو په ګډون ځينو مدني فعالانو څه موده مخکې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له امريکا څخه د جنګي غرامت غوښتنه وکړه.د غونډې ګډونوالو ويل، په افغانستان کې د ټولو بدبختیو لامل امریکا او د هغوی غړي هیوادونه دي چې د افغانانو وژنې، فقر او بیولۍ لامل شول.امریکا باید افغانانو ته تاوان ورکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د کرېسمېس او نوي عيسوي کال په مناسبت په يوې لنډې خبري وينا کې ويلي، چې په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې امريکايي سرتيري د کرېسمس او نوي کال رخصتي په افغانستان کې نه، بلکې امريکا کې تيروي او موږ به بيا د امريکايي سرتيرو درېيم نسل هلته د جنګ او وژل کېدو لپاره ونه ليږو.

په افغانستان کې د خلکو رويې او د امريکا د لوړ پوري چارواکي د رويې تر منځ څرګندې مقايسه ښکاري، چې له هجو څخه ډک دی.افغانان لا تر اوسه د اوږد مهالې جګړې له دردونو او کړاوونو نه دي وتلي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو امريکايي چارواکي خوښ دي، چې سرتيري يې په خپل هيواد کې کرېسمېس نمانځي او رخصتي تېروي او د وژل کېدو وېره او اړتيا يې نشته.امريکا په افغانستان کې د شل کلن جنګ په درشل کې ‌ډېر بريدونه کړي او ملکي وګړو ته يې مرګژوبله اړولې ده، خو تر اوسه یې له افغانانو بښنه نه ده غوښتې، د قربانيانو کورنيو ته يې تاوان نه دی ورکړی او نه يې هم خپلو جنګي مجرمينو ته سزا ورکړدې ده.

امريکايي ځواکونو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۹مه نېټه په کابل کې پر يوه کور هوايي برید وکړ، چې له امله يې د اوو ماشومانو په شمول د يوې کورنۍ لس تنه ووژل شول.امريکا څنګه دغه پيښه حل کړه؟ زیاتو خبري رسنيو پر دغې پېښې راپورونه جوړ او حقیقتونه يې راڅرګند کړل او امريکايي ځواکونه هم خپلې تېروتنې ته متوجه شول او چارواکو يې هم ومنله، چې دا بريد یې د ناسمو مالوماتو په اساس ترسره کړی دی، خو بیا يې هم وویل، چې د دغه بريد ترسره کوونکو ته به سزا ور نه کړي.

په دغه پيښه کې د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي د جنورۍ په شپږمه نېټه خبري رسنيو ته وویل، چې دوی تر اوسه په کابل کې دي او نه پوهيږي، چې څه وخت به امريکا ته کډوال شي، خو امريکايي چارواکو کابو څلور مياشتې مخکې ژمنه کړې، چې دغه کورنۍ به امريکا ته انتقال کړي.

امريکا د يو هېواد د خلکو درد ولې نه احساسوي؟ځواب يې اسانه دی، هغه دا چې امريکا د نورو هېوادونو د وګړو بشري حقوقو ته سپک ګوري.امريکا ځان د بشري حقوقو سرلاری او استاد بولي او له تېرو څو کالونو راهیسې د نورو هېوادونو پر بشري حقوقو تورونه لګوي. امريکا د افغانستان د شل کلن جنګ په درشل کې بې شمېره نظامي فعاليتونه او بريدونه ترسره کړي او سلګونو زرو ملکي وګړو ته يې مرګژوبله اړولې او د دوی د ژوند حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي، خو بیا هم ادعا کوي، چې بشري حقوقو ته په درنه سترګه ګوري او دا هیڅ نه يادوي، چې ايا امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د افغانانو بشري حقوق ساتلي دي؟

د امريکا د بشري حقوقو نظريې د نورو هېوادونو له نظريو سره واقعي توپيرونه لري.د امريکا سياستوال په خوله بشري حقوقو ته لومړيتوب ورکوي، خو په حقيقت کې دا کړنه يې د خپلو ډيپلوماتيکو تګلارو د خپرولو يوه لاره او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې وسيله ده.

د امريکا په دننه کې د بشري حقوقو حالات ډېر خراب او ګډ وډ دي. امريکا په نورو هېوادونو کې نه يوازې د بشري حقوقو ساتنه نه کوي، بلکې د خرابولو هڅې يې کوي او په همدې لارې خپله باداري او تسلط ساتي. بشري حقوق د امريکا ځانګړی حق نه دی او نه هم په نورو هيوادونو کې د امريکا د لاسوهنې او لمسونې وسیله ده، بلکې د نړۍ ټول وګړي بشري حقوق لري او بايد درناوی ورته وکړي.امريکا خپل ځان د بشري حقوقو د ساتلو څلی بولي، خو بايد په دې برخه کې زده کړې وکړي. دا چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې ډېرې تېروتنې کړي او د افغانانو حقوق یې تر پښو لاندې کړي، بايد عبرت او درس ترې واخلي.

امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او بېرته خپل هيواد ته ستانه شول، خو اوس بايد لږ تر لږه له افغانانو بښنه وغواړي، تاوان ورکړي او اړوندو مجرمينو ته سزا ورکړي.افغانان د خپل عادلانه حق لپاره غږ پورته کوي او له امريکا څخه غواړي، چې خپلو کړنو ته متوجه شي او خپلې تيروتنې سمې کړي. امريکا بايد سترګې پرانيزي او غوږونه خلاص کړي او د افغانانو غږ واوري او له خپلو تېروتنو عبرت او درس واخلي.