د پاکستان ولسمشر: د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي ډهليز خلکو ته د ګټو رسولو پر بنسټ د همکاريو نمونه ده
CMG2022/01/15 16:45:47
شريکول:

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د جنورۍ پر ۱۴مه نېټه په اسلا آباد کې چيني خبري رسنيو ته ويلي، په تیرو ۷۰ کلونو کې د پاکستان او چين تر منځ اړيکې لا په پر له پسي ډول ټينګې شوې او په هر حال کې دواړو هېوادونو يو له بل څخه ملاتړ کړی دی، يو له بل سره یې مرسته کړې چې په ګډه يې د سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ هڅونه کړې ده.

نوموړي وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په نړۍ کې د هېوادونو د اړيکو نمونه ګرځيدلې ده او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ډهليز د ابادۍ په برخه کې همکارۍ خلکو ته د ګټو رسولو پر بنسټ د همکاريو نمونه ده.

عارف علوي زياته کړه، چې افغانستان ته د مهمو توکو د ليږلو لپاره تر ټولو لنډ واټن له ګوادر بندر څخه تيریدل دي، د ترکمنستان او قزاقستان په شمول د منځني اسيا ټولو هېوادونو ته د توکو ليږلو لپاره هم بايد له ګوادر بندر څخه کار واخستل شي. نو ګوادر بندر مهم ستراتیژیک موقیعت او خاص توان لري. د تجارت په چارو کې د هېوادونو تر منځ اړيکې زياتې دې، جنګونه به کم شي. نو زما په اند د ګوادر بندر پرمختګ د دې سيمې د سولې فرصتونه زياتولای شي.