پاکستان : د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان د برېښنا ستونزه حل کړې
CMG2022/01/16 14:59:52
شريکول:

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي خالد منصور څو ورځو مخکې د دغه هېواد په پلازمينه اسلام اباد کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په يوه مرکه کې وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د پاکستان برېښنايي کمبود ليری کړی، د دغه هېواد د انرژۍ عرضه يې پوره کړې او د برېښنا د جوړولو سر بيه يې ټيټه کړې ده.

د مشمېرنې له مخې، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژۍ د پوره شويو پروژو عمومي توليدي ظرفيت ۵ مليونو او ۳۲۰ زرو کيلوواټو ته رسېدلی دی.

خالد منصور ويلي، چې دغو پروژو پاکستان ته زياته برېښنا برابره کړې. د دغه دهليز د لوړې کچې پرمختګ به د پاکستان د صنعتي کېدو بهير پيل کړي او د پاکستان د اقتصادي بدلون توان به لوړ کړي .