م.م د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو سپورټي لوبو په اړه پوستي ټکټونه صادر کړي
CMG2022/01/16 15:09:11
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م.م پوستي ادارې د جنورۍ پر څوارلسمه نېټه اعلان کړی چې د سپورټ له لارې د سولې پرمخبيولو تر عنوان لاندې يې د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه پوستي ټکټونه صادر کړي. دا به لومړی ځل وي چې م.م د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره دا ډول پوستي ټکټونه صادرې وي.

د م.م پوستي ادارې ويلي چې د يادو لوبو لپاره څو ډوله پوستي ټکټونه صادر شوي او ور څخه د څو سياليو لوبغاړو ښايسته بڼې ښکاري. نړيوال کولای شي چې د دې ادارې په رسمي ويبپاڼې کې او يا د نيويارک، ژنيو او ویانا په دوکانونو کې دغه پوستي ټکټونه ترلاسه کړي.