مالي: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کولو لپاره له چين څخه ملاتړ کوي
CMG2022/01/16 15:04:23
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مالي هېواد د اولمپيک کمېټې رئيس حبيب سيسوکو د جنورۍ پر څوارلسمه نېټه د مالي په پلازمينې باماکو کې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه هېواد تر خپلې وسې پورې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کولو لپاره له چين څخه ملاتړ کوي او د دې ترڅنګ د اولمپيک سپورټي لوبو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت کوي.

هغه همدارنګه ویلي چې د کرونا وبا پر وړاندې د چين له خوا د يادو لوبو د تر سره کولو ستاينه کوي او باور يې وښود چې دغه لوبې به په برياليتوب سره تر سره شي

هغه زياته کړې چې چين د اولمپيک لوبو او نړيوال سپورټي پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي او کوي يې. په ۲۰۰۸ کال کې د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو او په ۲۰۱۴ کال کې د نان جينګ د ځوانانو د اولمپيک لوبو له برياليتوب څخه د نړيوال سپورټي پرمختګ لپاره د چين ټينګ هوډ او پياوړی توان ښکاري.

په عين وخت کې سيسوکو هم ويلي چې چين په بېلا بېلو سپورټي لوبو کې ښې پايلې تر لاسه کړې او په برياليتوب سره يې څو لويې نړيوالې سپورټي سيالۍ تر سره کړي دي. هيله مند دی چې مالي په سپورټي برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.(غاټول)