د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په (چيو شه) مجله کې د چین د ډيجټلي اقتصاد په اړه يوه ليکنه خپره کړه
CMG2022/01/16 13:09:31
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه ليکنه د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه د دغه هېواد په ( چيو شه) مجله کې خپره شوه، چې عنوان يې دی (( د چين د ډيجټلي اقتصاد د لا پرمختګ او پياوړتيا لپاره دوامداره ګامونه پورته کیږي)).

په دغه ليکنه کې راغلي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په نړۍ کې د ډيجټلي اقتصاد چټک پرمختګ، پراخوالی او د اغېزو کچه یې بې سارې ده او ډيجټلي اقتصاد د نړيوال اقتصادي جوړښت د اصلاح عمده ځواک ګرځېدلی دی. چين به د ډيجټلي تکنالوژۍ او رښتيني اقتصاد ترمنځ د ژور پيوستون، د عنعنوي صنايعو د بدلونونو او د نويو صنايعو او چارو د پرمختګ پر لوري  ډيجټلي اقتصاد ته وده ورکړي.

په دغه ليکنه کې ليکل شوي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د دغه ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د ډيجټلي اقتصاد پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او د دولتي ستراتيژۍ په توګه يې د ډيجټلي اقتصاد د پرمختګ لپاره پلان جوړ کړی. چين به د ډيجټلي اقتصاد د مرکزي تکنالوژۍ په اړه د ستونزو د حل، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ د چټکوالي او د ډيجټلي اقتصاد او رښتيني اقتصاد ترمنځ د پيوستون، د ډيجټلي صنايعو د پرمختګ او د اړوند اداري سيسټم د بشپړوالي لپاره هڅې وکړي او د ډيجټلي اقتصاد په نړيوالوهمکاريو کې به فعال ګډون وکړي.