د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۲کال د پسرلني اختر د ماښامانې نندارې د نښې انځور خپور کړی
CMG2022/01/16 13:00:20
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۲کال د پسرلني اختر د لمانځنې په مناسبت د ماښامني نندارې د نښې انځور خپور کړی. په دغه انځور کې يو کارټوني پړانګ او کلمې (( ۲۰۲۲)) (( د پسرلني اختر د لمانځنې په مناسبت د چين ميډيا ګروپ ماښامنۍ ننداره)) شامل دي.

اوس د چين ميډيا ګروپ د دغې نندارې په چمتوالي بوخت دی. په دغه ننداره کې به د په زړه پورې هنري پروګرامونو له لارې کتوونکو ته د نوي کال نيکمرغه او خوشحالي فضا برابر کړي.

دغه ننداره له ۴۰ کلونو راهيسې هر کال په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر پردې خپريږي او په ټولې نړۍ کې مېشتو چينايانو لپاره د نوي کال مهم مراسم بلل کيږي.

راتلونکی کال د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پړانګ کال دی. د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د لمانځنې ننداره به د بېجينګ پر وخت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ د ۳۱مې نېټې د شپې په ۸ بجو پيل شي.