د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بيلاروس ولسمشر اليکسندر لوکاشینکو د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه د مينسک په پوځي هوايي ډګر کې د ډله ييز امنيتي تړون سازمان په چوکاټ کې، د دې هېواد ځواکونو سره وکتل چې په قزاقستان کې يې د سوله ساتو دنده پرغاړه درلودل، او د دغو ځواکونو رول يې په لوړه کچه ستايه.
نوموړي وويل چې دا لومړی ځل و چې د ياد سازمان سوله ساتو ځواکونو په رښتيني توګه د غړو هېوادونو د ثبات او امنيت د تضمين په عملياتو کې ګډون کړی.د ياد سازمان له خوا د نيول شويو تدبيرونو او د سوله ساتو ځواکونو ځای پر ځای کولو له کبله قزاقستان له خراب حالت څخه ژغورلی او په کښې يې د رنګ انقلاب (Color Revolution) د رامنځته کيدو مخنيوی کړی دی.
هغه زياته کړه چې د سوله ييز امنيتي تړون سازمان سوله ساتو ځواکونو، د بهرنيو ځواکونو له خوا کنټرول شويو ترهګرو او تندلارۍ غوښتونکو ته ضربه ورکړی او نړيوالو ته يې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ نژدې اړيکې او د ياد سازمان پټ قوت ښودلی دی.
(غاټول)