پاکستان د چين او ۷۷ هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه
CMG2022/01/16 14:58:44
شريکول:

د چين او ۷۷ هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد د دندې د سپارلو مراسم د جنورۍ پر ۱۴ مه نېټه په انلاين ډول تر سره شول. پاکستان د دغې ډلې د ۲۰۲۲ م کال لپاره د رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دغو مراسمو د پيل غونډې مشري وکړه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټريس، د ملګرو ملتونو د ۷۶ مې اسامبلۍ رئيس عبدالله شاهد او په ملکرو ملتونو کې د چين استازي جانګ جون په دغه غونډه کې ګډون وکړل.

انټونيو ګوټريس ويلي، چې د چين او ۷۷ هېوادونو ډلې کارونه ډېر اهميت لري. دغې ډلې له ملګرو ملتونو څخه ټينګ ملاتړ کړی او د پرمختيايي هېوادونو نظرونه، اندېښنې او وړانديزونه يې د ملګرو ملتونو د بحثونو په مرکز کې را پورته کړي دي. دغه ډلې له پرمختيايي هېوادونو څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د نويو پېشنهادونو د جوړونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

عبدالله شاهد ويلي چې د چين او ۷۷ هېوادونو ډله د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی سازمان دی. دغه ډله د پرمختګ په چارو کې فعال رول لوبولی او د نړيوالو چلنجونو یا خنډونو په اړه يې حل لارې وړاندې کړي دي.