د سومالي حکومتي وياند په ځانمرګي بريد کې ټپي شو
CMG2022/01/17 16:55:32
شريکول:

د سومالي پوليسو د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ، چې د حکومت وياند محمد ابراهيم موعاليمو د همدې ورځې په غرمه په پلازمېنه موګاديشو کې د يو ځانمرګي بريد له امله ټپي شوی دی. 

د معلوماتو له مخې، يو بريدګر چې ځان پسې يې بمونه تړلي وو، د موعاليمو پر موټر بريد کړی او نوموړی يې ټپي کړی دی.
خبر وايي، چې ځانمرګي غوښتل، د موعاليمو موټر ته پورته شي، خو موعاليمو بريدګر پېژندلی و او له موټر نه د تېښتې پر مهال ټپي شوی او حالت يې ښه ښودل شوی دی.

 

( سپوږمۍ)