چين سوريې ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرسته وسپارله
CMG2022/01/17 11:30:01
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چین له سوریې سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرسته کړې او د جنورۍ په ۱۶مه نېټه يې د سوريې په پلازمینې دمشق کې د دغه هېواد حکومت ته سپارلې ده.
په سوريې کې د چین سفير فنګ بیاو او په دغه هيواد کې د عرب سرې میاشتې ټولنې رئيس خالد حبوباتي د سوریې حکومت ته د يادو مرستندويه توکو د سپارلو مراسمو کې ګډون کړی و او اړوند سند یې لاسليک کړی دی.
سفير فنګ بیاو د يادو مرستندويو توکو د سپارلو مراسمو کې ويلي، چې چین به په راتلونکي کې سوريې ته د بشردوستۍ نورې زیاتې مرستې هم برابرې کړي.
ښاغلي خالد خبوباتي له چین څخه مننه کړې، چې له سوريې سره يې د غلو دانو بېړنۍ مرسته کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې ويلي، چې چین د سوريې د شخړو او بحران په درشل کې له دغه هيواد سره د بشردوستۍ ډېرې مرستې کړي او سوريان به يې تل په یاد ولري. نوموړي تمه ښودلې، چې د چین او سوريې ترمنځ اړیکې به نورې هم ټينګې شي او سوريه به د چین لا زیاتو مرستو ته لاسرسی ولري. (هيله)