چین په ۲۰۲۱م کال کې د بېړیو د توليد په دريو برخو کې لومړی مقام ساتلی
CMG2022/01/17 11:36:14
شريکول:

د چین د بېړیو صنعتي ټولنې د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د ۲۰۲۱م کال د بېړیو توليدي شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د چین تصدیو په روان کال کې د بېړیو د بشپړېدو شمېر، د نویو سپارښتنو شمېر او د اوسنیو سپارښتنو شمېر په جلا جلا توګه د نړۍ شاوخوا ۵۰ سلنه نیولې او لومړی مقام يې ساتلی دی. داسې ښکاري، چې چین د خپل څوارلسم پنځه کلن پلان په پېل کې ښه روان و او برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. 
د چین ۶ تصدۍ  د ۲۰۲۱م  کال د نړۍ په هغو ۱۰ تصدیو کې شاملې شوي، چې د بېړیو د بشپړولو، د نویو سپارښتنو او د اوسنیو سپارښتنو شمېرې يې د نړۍ تر ټولو زياتې دي او مخکښ ځای يې خپل کړی دی.
د چین د بېړیو ګروپ په ۲۰۲۱م کال کې د یادو شمېرو په برخه کې په لومړي ځل د کوريا جمهوریت تصدۍ ته ماته ورکړې او په نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی او د بېړیو د توليد په برخه کې تر ټولو ښه تصدي بلل شوې ده. دغې تصدۍ تېر کال ۲۰۶ بېړۍ توليد او بشپړې کړي، چې دغه شمېر په ګردې نړۍ کې ۲۰.۲ سلنه ځای نيولی، د ۱۳۰ ميليارډو او ۱۵۰ میلیونو یوانو په ارزښت يې نوې سپارښتنې تر لاسه کړي او له ۲۰۰۸م کال راهيسې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. (هيله)