د یوې شمېرنې له مخې، د چین د ۲۰۲۱م کال د کورنیو توليداتو عمومي ارزښت ۱۱۴ زرو او ۳۶۷ ميلیارډو یوانو ته رسېدلی او دغه شمېر یې د وړم کال په نسبت 8.1 سلنه زیاتوالی ښيي او د دوو کلونو منځنی زیاتوالی يې 5.1 سلنه ښودل شوی دی.
په دې جملې کې د چين د کرنیزو چارو ارزښت 8308.6 ميلیارډه یوانه زیاتوالی ښيي، چې د وړم کال په نسبت 7.1 سلنه زیات شوی دی. د صنایعو ارزښت او د خدماتو چارو ارزښت يې په جلا جلا توګه د وړم کال په نسبت 8.2 سلنه زیات شوی دی. (هيله)