د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق په پلازمېنې بغداد کې د جنورۍ د ۱۶مې نېټې په شپه دوې چاودنې وشوې چې له امله يې ۲ تنه ټپيان شوي دي.
د عراق رسنيو مرکز په همدې شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د بغداد د مرکزي سيمې د دوو بانکونو په شاوخوا کې غبرګې چاودنې شوې دي. اوس امنيتي ادارې د پېښې په پلټنې بوختې دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغو دوو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
( سپوږمۍ)