د روسيې او ايران ولسمشران به روانه اوونۍ خبرې اترې وکړي
CMG2022/01/17 14:43:46
شريکول:

د روسيې خبري رسنيو ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به په روانې اوونۍ کې د دغه هېواد په پلازمينه مسکو کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره د ايران د اټومي تړون د اعادې په شمول پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي، خو تراوسه د دواړو مشرانو د خبرو اترو وخت او نور اړوند مفصل نه دي ورکړل شوي.

روسيه اوس د ايران د اټومي تړون د اعادې لپاره پر اړوندو خبرواترو بوخته ده او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په وينا،  خبرو اترو يې ډېر پرمختګونه کړي دي.